پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

په هنګو کې د امنیتي ځواکونو نښته، ۸ ترهګر وژل شوي او ۶ امنیتي سرتېري شهیدان شوي: آی اېس پي آر

کوټه(ویب نیوز) د آی اېس پي آر په وینا، په هنګو کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ په نښته کې ۸ ترهګر وژل شوي او د دوو افسرانو په ګډون ۶ امنیتي سرتېري شهیدان شوي دي. په شهیدانو کې کپتان ابوذَر فاروق او لیفټیننټ شیراز بابر هم شامل دي. د آی اېس پي آر له مخې، کپتان ابوذَر فاروق د ګوجرانوالې او لیفټیننټ شیراز بابر د چکوال اوسېدونکی و او دواړو افسرانو د خپلو سرتېرو مشري کوله. په سیمه کې د پاتې وسله والو د له منځه وړلو لپاره د تصفیې عملیات روان دي.