پاکستان ۲۱ ستمبر ۲۰۲۶

په هنګو کې د شهیدو شوو پوځیانو د جنازې لمونځ په پېښور کې ادا شو

پېښور(ویب نیوز) په هنګو کې د وسله‌والو سره د نښتې پر مهال د پاکستان پوځ د شپږو شهیدو سرتېرو د جنازې لمونځ په پېښور کې ادا شو. د جنازې په مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د خېبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي، کور کمانډر پېښور، د شهیدانو کورنیو او لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و. د آی ایس پي آر د معلوماتو له مخې، په شهیدانو کې کپتان ابوذر فاروق، لیفټیننټ شیراز بابر، سپاهي شکیل احمد، سپاهي حمزه، سپاهي محمد عثمان عزیز او نان کمبیټنټ غلام سجاد شامل دي. د شهیدانو جسدونه خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي، چې هلته به د بشپړو پوځي مراسمو سره خاورو ته وسپارل شي. آی ایس پي آر ویلي چې د هېواد د دفاع لپاره د شهیدانو قربانۍ د امنیتي ځواکونو عزم لا پیاوړی کوي.