کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان اعلیٰ وزیر میر سرفراز بګټي په پنجګور کې د اپهان کوه، پروم په سیمه کې د امنیتي ځواکونو عملیات وستایل او امنیتي ځواکونو ته یې پېرزوینې وړاندې کړې. د اعلیٰ وزیر په وینا د «ردالفتنه ۳» عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو پر ضد د کارروایۍ پر مهال له «فتنه الہندوستان» سره تړلي ۴ ترهګر وژل شوي او د هغوی له ولکې څخه عصري وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. میر سرفراز بګټي وویل چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به د امنیتي ځواکونو عملیات دوام ولري او حکومت د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال بابر خان یوسفزي هم دغه عملیات وستایل او ویې ویل چې په اپهان او کوه پروم کې د کارروایۍ پر مهال ۴ ترهګر وژل شوي او وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي، په بلوچستان کې به د ترهګرو پر ضد عملیات دوام ولري.
