کوټه(ویب نیوز) د موجودو راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د لوړې کچې قوماندې او اداري جوړښت کې یو شمېر مېجر جنرالانو ته نوې دندې سپارل شوې دي. په راپورونو کې ویل شوي چې مېجر جنرال عادل افتخار وڑائچ د پوځي استخباراتو د عمومي ریاست، مېجر جنرال ظفر اقبال د بلوچستان جنوبي ایف سي د عمومي مفتش او مېجر جنرال احمد فرحان قریشي د بلوچستان لویدیځ ایف سي د عمومي مفتش په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه یو شمېر نورو مېجر جنرالانو ته د رینجرز، توپخانې، هوايي دفاع، سیګنال، پاکستان پوځي اکاډمۍ، ایس آی ایف سي او بېلابېلو پوځي ډویژنونو کې دندې سپارل شوې دي. د راپورونو له مخې د ځینو نومونو ترڅنګ له یوه څخه زیاتې دندې هم درج شوې دي، نو د ټولو ګمارنو وروستی وضعیت به د اړوندو رسمي یا پوځي خبرتیاوو له خپرېدو وروسته څرګند شي.
