کوټه (ویب نیوز) د عوامي نېشنل ګوند پارلماني مشر انجنیر زمرک خان اچکزي د پښتون کلتور ورځې په مناسبت پښتنو ولس ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې پښتانه یو سوله خوښی قوم دی چې د باچا خان د عدم تشدد پر فلسفه روان دی. هغه وویل چې پښتون کلتور د سولې، ورورولۍ، زغم، مېلمه پالنې او له انسانیت سره د مینې درس ورکوي او پښتنو قوم تل خپلې دودونه، ارزښتونه او کلتوري میراث ژوندی ساتلی دی. انجنیر زمرک خان اچکزي وویل چې د پښتون کلتور ورځې د لمانځلو موخه د پښتنو ملي پېژندګلوي، ژبه، کلتور او دودونو ته وده ورکول، ځوان نسل له خپل کلتور سره تړل او د پښتنو ارزښتونه نړۍ ته ورپېژندل دي. هغه وویل چې پښتانه د سولې، پرمختګ، تعلیم او سوکالۍ غوښتونکي دي او د باچا خان د عدم تشدد فلسفې ته په دوام ورکولو سره به د یوه سوله ییزې ټولنې د جوړولو لپاره خپل رول ته دوام ورکړي.
