تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

جمعیت علماء اسلام په قصدي ډول په نښه کیږي، سناتور مولانا عبدالواسع

کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د جمعیت علماء اسلام بلوچستان صوبائي امیر سناتور مولانا عبدالواسع په کوټه کې یوې ګڼې ګوڼې لرونکې مطبوعاتي غونډې ته وویل چې جمعیت علماء اسلام په قصدي توګه په نښه کیږي او د جماعت منتخب استازي د فورت شیډول په نوم ځورول کیږي. په دې موقع صوبائي جنرل سیکرټري سید آغا مولانا محمود شاه، مولانا غلام سرور ندیم، مولانا کمال الدین په ګډون د جمعیت علماء اسلام نور مشران هم موجود وو.

هغه وویل چې لومړی سناتور عبدالشکور خان غیبزئی چین ته له تګ څخه منع کړل شو او ورته وویل شول چې ستاسو نوم په فورت شیډول کې دی، او اوس د بلوچستان اسمبلۍ غړی زابد ریکی هم په همدې ډول بهر ته له تګ څخه منع کړل شوی دی. وروسته په دواړو پیښو کې د ادارې لخوا وویل شول چې تېروتنه شوې ده.
مولانا عبدالواسع وویل چې د بلوچستان وزیراعلیٰ ډیره بخښنه غواړي، تر دې چې هغه د بخښنې مانا هم بدله کړې ده، یا خو وزیراعلیٰ بې اختیاره دی او یا دا د هغه وارداتي طریقه ده. هغه غوښتنه وکړه چې د کورنیو چارو سیکرټري، چیف سیکرټري یا څوک چې هم د دې مسوول دی، د هغه پر ضد دې کاروائي وشي، ځکه چې یوازې په بخښنو به نور کار ونه چلیږي.

صوبائي امیر وویل چې په بلوچستان کې د زرګونو وګړو نومونه په فورت شیډول کې اچولو سره د هغوی شناختي کارډونه بلاک کړل شوي دي. د کوکنارو د کښت په نوم په هره ضلع کې وګړي په فورت شیډول کې شاملول کیږي. د فورت شیډول مطلب څه دی؟ که په چا تور وي نو د هغه پر ضد دې ایف آئي آر درج کړل شي.

هغه وویل چې نن سبا په بلوچستان کې د امن او امان وضعیت ډیر خراب دی او ترهګري زیاته شوې ده، د خلکو ژوند تریخ کړل شوی دی. د افسوس خبره دا ده چې له افغانستان څخه پخواني چارواکي راوستل شوي او په بلوچستان کې میشت کړل شوي، په داسې حال کې چې د څلویښتو کلونو راهیسې میشتو افغان کډوالو او نویو راغلو کسانو په اړه هیڅ واضحه پالیسي نشته. په داسې حالاتو کې د صوبې په بې اعتمادي فضا کې د نویو صوبو جوړولو پایلې به ښې نه وي.

مولانا عبدالواسع اعلان وکړ چې جمعیت علماء اسلام به اوس خپل جماعت نور هم فعال کړي او د نومبر میاشتې څخه به د صوبې په هره ضلع کې جلسې او کنونشنونه جوړوي.