تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د خاران تخنيکي روزنيز مرکز د بشپړ فعالولو هوکړه، نوي مسلکي کورسونه به پيلېږي

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د خزانې صوبايي وزير مير شعيب نوشېرواني د بلوچستان ټېکنکل ايجوکېشن اېنډ ووکېشنل ټرېننګ اتارټۍ (بي ټيوټا) دفتر ته ولاړ او د بي ټيوټا له مدير عبدالکبير زرکون سره يې تفصيلي ليدنه وکړه. په دې موقع د صوبې په کچه د روانو فني او مسلکي روزنيزو پروګرامونو او راتلونکې تګلارې په اړه معلومات ورکړل شول. په غونډه کې د خاران تخنيکي روزنيز مرکز د بشپړ فعالولو او د ځايي اړتياوو له مخې د نويو مسلکي څانګو د پيلولو هوکړه وشوه. مير شعيب نوشېرواني وويل چې د وزیراعلا د لارښوونې له مخې به ځوانانو ته عصري فني زده کړې او د روزګار زمينې برابرېږي، په خاران کې به د ځوانانو لپاره د کاروباري روزنې ترڅنګ د قرضِ حسنې سکيم هم پيل شي. د بي ټيوټا مدير ډاډ ورکړ چې د بازار د اړتياوو له مخې به نور عصري روزنيز پروګرامونه هم پيل شي.