دوکۍ (وېب نيوز) د دوکۍ په يوه تړل شوې د ډبرو سکرو کان کې د دوو وروڼو محمد حسن او محمد هاشم مړي موندل شوي دي. پوليس او سرچينې وايي چې دواړه د کان دننه د زهري ګاز د ډکېدو له امله مړه شوي دي. د لومړنيو معلوماتو له مخې دواړه وروڼه له کوره په خپه وتلي وو او وروسته يې مړي له تړل شوې کان څخه وموندل شول. پوليسو مړي تر خپلې ولکې لاندې راوستل او له قانوني کارروائۍ وروسته يې د هغوی خپلوانو ته وسپارل، په داسې حال کې چې پلټنې روانې دي.
