تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د صوبايي اعلانونو ناعادلانه وېش پر صحافت بنديز دی، قيوم بلوچ

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان ميډيا فورم مرکزي مشر قيوم بلوچ ويلي چې د صوبايي اعلانونو ناعادلانه وېش پر صحافت د بنديز په معنا دی او ځايي چاپي رسنۍ له سخت مالي بحران سره مخ دي. نوموړي د بېلابېلو ورځپاڼو له نيوز اېډېټرانو او سب اېډېټرانو سره په خبرو کې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دولتي اعلانونو لپاره شفافه او مساوي پالیسي جوړه کړي او د اعلانونو پاتې واجبات پر وخت ورکړي. هغه وويل چې ځايي ورځپاڼې د محدودو وسايلو باوجود د بلوچستان د لرې پرتو سيمو د خلکو ستونزې رااخلي، خو که اوسنی حالت دوام وکړي، د ګڼو ورځپاڼو خپرونې به له ستونزو سره مخ شي.