کوټه (ویب نیوز) په زیارت کې د منګي بند د پمپنګ سټېشن پر ترهګریز برید د څېړنې لپاره جوړ شوي تحقیقاتي کمېسیون د جسټس محمد عامر نواز رانا په مشرۍ اورېدنه وکړه. د نیشنل سایبر کرایم انویسټیګېشن ایجنسۍ د کوټې زون مرستیال مشر کمېسیون ته د برید له پېښې وروسته د جعلي، جوړو شوو او ګمراه کوونکو معلوماتو خپرونکو ټولنیزو رسنیو پاڼو پر وړاندې د ترسره شوو اقداماتو راپور وړاندې کړ. د راپور له مخې تر اوسه د ۵۰ داسې ټولنیزو رسنیو پاڼو پر وړاندې قانوني اقدام شوی او دغه پاڼې بلاک شوې دي. د پي ټي اې کوټې زون چارواکي کمېسیون ته وویل چې د دغو پاڼو د څارنې او د بلاک کولو واک د پي ټي اې اسلاماباد د ویب انالېسس څانګې سره دی. کمېسیون د ویب انالېسس څانګې مشر ته لارښوونه وکړه چې په راتلونکې اورېدنه کې د ویډیو لینک له لارې حاضر شي او د ترسره شوو اقداماتو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړي.
