ژوب (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ ویلي چې په ملي اسمبلۍ کې د ګوند د استازیتوب په ترلاسه کولو کې د ژوب، شېراني او قلعه سیف الله خلکو مهم رول درلود، چې له امله یې ګوند د دوی منندوی دی او د ولسي ستونزو د حل لپاره به په هر فورم کې غږ پورته کوي. نوموړي په ژوب کې ولسي غونډو ته د وینا پر مهال وویل چې پښتانه له ناامنۍ، ترهګرۍ، بېځایه کېدو او بېکورۍ سره مخ دي او د ولس د ځان، مال، سرچینو او عزت د ساتنې لپاره د پراخ بنسټه سیاسي او ولسواک اتحاد اړتیا ده. هغه پر سیاسي ګوندونو او بېلابېلو ټولنیزو او مسلکي سازمانونو غږ وکړ چې یو ګډ اتحاد بېرته فعال او د ناامنۍ پر وړاندې سیاسي او ولسواکه مبارزه پیل کړي. خوشحال خان کاکړ وویل چې پښتانه باید د خپلو ماشومانو د راتلونکي د خوندي کولو لپاره له سیاسي، قومي او سیمهییزو اختلافاتو پورته متحد شي. هغه زیاته کړه چې ګوند به د ژوب ملي لویې لارې، ټیلیفوني ټاورونو، تعلیمي ادارو او نورو پرمختیايي پروژو لپاره خپل غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.
