مقامی ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

د کوټې چمن پر لویه لار باج اخیستل او پر ښاریانو تشدد د غندنې وړ دی، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

چمن (پ ر) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د چمن ضلعې له خوا د کوټې چمن پر لویه لار د مېزۍ اډې په سیمه کې له ټرک چلوونکو څخه د باج اخیستنې، د پیسو له ورکولو څخه د انکار یا مقاومت پر مهال د وهلو ټکولو، د موټرو د ښیښو ماتولو او پر چلوونکو او ټرانسپورټي کسانو د تشدد غندنه شوې او له انتظامیې څخه یې د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده. د ګوند په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ملي لویه لار د هېچا شخصي جاګیر نه ده او د وسله والو کسانو له خوا د بار وړونکو موټرو او عامو وګړو درول، په مبینه توګه ترې د پیسو غوښتل او د انکار په صورت کې ورسره تشدد کول د منلو وړ نه دي. په بیان کې ویل شوي چې بېوزله ټرک چلوونکي په سختو شرایطو کې د خپلو کورنیو د روزګار لپاره اوږده سفرونه کوي، نو په لاره کې ځورول او تشدد ورسره کول له انساني ارزښتونو او پښتني دودونو سره په ټکر کې دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند له د قلعې عبدالله له مرستیال کمشنر، د چمن له اسسټنټ کمشنر، ایس پي او اېف سي چارواکو غوښتنه کړې چې په مېزۍ اډه کې د مبینې ناقانونه باج اخیستنې لړۍ سمدستي پای ته ورسوي، د پېښې د ککړو کسانو پر ضد د قانون له مخې اقدام وکړي او پر کوټه چمن لویه لار د ټولو موټر چلوونکو، ټرانسپورټي کسانو او عامو وګړو د سر، مال او عزت د خونديتوب لپاره کوټلي او اغېزمن ګامونه واخلي.