کوټه (وېب نيوز) د عوام پاکستان ګوند بلوچستان صوبايي مشر سيد امان شاه د هېواد پر روان سياسي او اقتصادي حالت اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې سياسي کشمکش او بې ثباتي د خلکو ستونزې زياتوي. نوموړي وويل چې ګراني، بې روزګاري، د کاروباري فعاليتونو کمښت او د خلکو د پېرلو د توان کمېدل د عامو خلکو ژوند سخت کړی دی. هغه پر حکومت، اپوزيشن او ټولو سياسي قوتونو غږ وکړ چې د ملي ګټو لپاره ګډه تګلاره خپله کړي او د اقتصاد، صنعت، سوداګرۍ، کرنې او روزګار لپاره عملي اقدامات وکړي.
