تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

له عمران خان سره له ليدنې پرته د حکومت او اپوزيشن خبرې مانادارې نه شي کېدای، محمود خان اڅکزی

ژوب (وېب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې له عمران خان سره له ليدنې پرته د حکومت او اپوزيشن مذاکرات مانادار نه شي کېدای. نوموړي په ژوب کې غونډې ته په وينا کې وويل چې که په خېبر پښتونخوا کې ګورنر راج يا بېړنی حالت نافذ کړل شو، نو د ده په وينا، په هر ضلع کې به ولسي احتجاجونه کېږي. هغه د اساسي قانون د بالادستۍ، د پارلمان د واک او سياسي خبرو پر دوام ټينګار وکړ او پر ټولو سياسي قوتونو يې غږ وکړ چې پر يوه ملي اجنډا هوکړه وکړي. نوموړي د افغانستان په اړه د روسيې د بهرنيو چارو وزير د څرګندونو هرکلی هم وکړ.