تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

له عمران خان سره له ليدنې پرته د حکومت او اپوزيشن مذاکرات مانادار نه دي، محمود خان اڅکزی

ژوب (وېب نيوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، د قومي اسمبلۍ د اپوزيشن مشر او د آئين د ساتنې د غورځنګ مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې له عمران خان سره له ليدنې پرته د حکومت او اپوزيشن مذاکرات نه شي کولای چې د روان بحران په حل کې اغېزمن رول ولري. نوموړي په ژوب کې غونډې ته وويل چې که په خېبر پښتونخوا کې ګورنر راج يا بېړنی حالت نافذ کړل شو، نو د ده په وينا، په هر ضلع کې به ولسي احتجاجونه کېږي. هغه د اساسي قانون د بالادستۍ، د پارلمان د واک او د سياسي خبرو پر دوام ټينګار وکړ او پر ټولو سياسي قوتونو يې غږ وکړ چې پر يوه ملي اجنډا هوکړه وکړي.