کوټه (ویب نیوز) د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییز وضعیت او د ګډو همکاریو د لا پراختیا په اړه خبرې وکړې. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه لیدنه د مسکو فارمټ د اتمې ناستې په څنډه کې ترسره شوې ده. مولوي امیرخان متقي د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره مناسب زمینه برابره ده. د چین ځانګړي استازي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او د سیمهییز وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر سره شریک کړ. نوموړي د سیمهییز ثبات، متقابلې همکارۍ، د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال په برخو کې د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.
