کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه کې د اپوزېسیون غړي زابد ریکي ادعا کړې چې مدینې ته د تګ لپاره هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته له سفر څخه منع شوی او د ایف آی اې چارواکو ورته د ترهګر خطاب کړی دی. د نوموړي په وینا، وروسته ورته معلومه شوه چې د کورنیو چارو اضافي سیکرټري حمزه شفقات د هغه پاسپورټ بلاک کړی او نوم یې د وتلو د کنټرول په لېسټ او پاسپورټ کنټرول لېسټ کې شامل شوی دی. زابد ریکي وویل چې دی نه پوهېږي کوم جرم یې کړی او که پر ضد یې کوم ثبوت موجود وي، باید د اسمبلۍ مخې ته وړاندې شي. هغه غوښتنه وکړه چې د کورنیو چارو اضافي سیکرټري حمزه شفقات دې بلوچستان اسمبلۍ ته راوغوښتل شي او د ده پر وړاندې د اقداماتو په اړه دې وضاحت او ثبوت وړاندې کړي.
