کوټه (سید سردار محمد خوندئی) د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لخوا د ۷ اکتوبر او ۱۱ اکتوبر د شهیدانو په یاد کې د یاد باز محمد شهید پارک ژوب ښار کې یوه ډیره لویه عامه غونډه جوړه شوه.
عامه غونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر، د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر محمود خان اچکزي، نواب ایاز خان جوګیزي او د پارټۍ مرکزي او صوبايي مشرانو ویناوې وکړې.
په غونډه کې په خپله صدارتي وینا کې محمود خان اچکزي وویل چې پاکستان د تاریخ د تر ټولو بد بحران پر درشل ولاړ دی، له دې بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار رښتیا ویل، آزاد پارلمان او د آئین حاکمیت دی.
هغه وویل چې اوسنی حکومت د جعلي مینډیټ له لارې پر هېواد مسلط شوی دی، له عمران خان سره تر لیدنې پرته به هېڅ خبرې اترې ونشي. د بامقصده خبرو اترو لپاره اړینه ده چې زموږ د ټولو عزت په پام کې ونیول شي او سره کښېنو او د ستونزو حل راوباسو. زه به د وزیراعظم هاؤس یا د سپیکر په دفتر کې له هېچا سره ونه ګورم، هر څه دې وشي.
هغه وویل چې په هېواد کې حقیقي جمهوریت د ټولو ستونزو حل دی. دا نشي کېدای چې جعلي استازي په ولس مسلط شي او حقیقي استازي مات کړل شي. د آزاد الیکشن کمېشن په وینا په تېرو ټاکنو کې تر ټولو زیاتې چوکۍ د عمران خان ګوند پي ټي آئي ګټلي وې خو ورته حکومت ورنه کړل شو او په ناقانونه توګه په زندان کې ساتل شوی دی، په دې ډول هېواد نشي چلېدلی.
هغه په ټولو سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې د پاکستان د ژغورلو لپاره دې جمهوري او آئيني لار خپله کړي، که خدای مکړه داسې ونشو نو د هېواد حالات به نور هم خراب شي. احتجاج د هر وګړي آئيني حق دی. اسټیبلشمنټ دې هوښیار شي، د هېواد چارو چلول د سیاسي ګوندونو کار دی.
د پښتونخوا وطن یادونه یې وکړه او ویې ویل چې دلته د الاټمنټ په نوم د ولس پر پېړیو پخوانیو ځمکو قبضه کېږي چې په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده. دلته د هر خېل او قبیلې یوه یوه انچه ځمکه معلومه ده، له چا څخه پټه نه ده.
هغه زیاته کړه چې د نړۍ ځواکونه پښتون قوم له دې امله نه پرېږدي چې دا یو تاریخي، غیرتمند او باوقاره قوم دی او د دې خاوره له طبیعي خزانو ډکه ده. پښتون قوم تل باعزته ژوند ته ترجیح ورکړې ده. دا هېواد د ماتولو پر ځای د برابرۍ په اساس پاتې کېدای شي، خو اوس پر پښتون قوم له تعلیم څخه نیولې تر کاروبار پورې ټولې دروازې تړل شوي دي.
