کوټه (ویب نیوز) د نړیوال بانک د بېوزلۍ په اړه په راپور کې ویل شوي چې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په سیمه کې شاوخوا ۴۸ سلنه بېوزله خلک په پاکستان کې ژوند کوي. په راپور کې د بېوزلۍ ورځنۍ کرښه ۳ امریکايي ډالر ټاکل شوې چې نږدې ۸۴۰ پاکستانۍ روپۍ کېږي. د نړیوال بانک په وینا، د ۲۰۱۸-۱۹ او ۲۰۲۴-۲۵ کلونو ترمنځ په پاکستان کې بېوزلي زیاته شوې، چې مهم لاملونه یې پرلهپسې اقتصادي ستونزې، د کورونا وبا، د ۲۰۲۲ کال ویجاړونکي سېلابونه، ګراني، د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمېدل او د کار فرصتونو کمېدل دي. راپور وايي چې د اوږدمهالو اقتصادي اصلاحاتو له امله د کورنیو حقیقي عواید اغېزمن شوي او د ۳ ډالرو ورځني عاید د بېوزلۍ په کرښه کې ۶.۴ سلنه او د ۴.۲ ډالرو په کرښه کې ۳.۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. نړیوال بانک زیاتوي چې د تېلو او نورو توکو د بیو لوړوالي، د پور اخیستلو د لګښت زیاتوالي، د بیمې د ګرانېدو او نړیوالو اقتصادي فشارونو هم د پاکستان په ګډون د سیمې د هېوادونو ستونزې زیاتې کړې دي. راپور په دې باور دی چې د پاکستان خصوصي سکټور لا هم د اقتصاد له بدلېدونکو اړتیاوو سره په مطلوبه کچه نه دی برابر شوی. پاکستان د جیبوتي، مصر، عراق، اردن، عمان، سوریې او یمن ترڅنګ په هغو هېوادونو کې هم شامل دی چې د ګرځنده انټرنېټ د پراخ پوښښ کچه پکې ټیټه ده.
