تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

پر خیبر پښتونخوا نالایقه حکومت مسلط ده، د ګورنر هاوس د غونډې موخه د صوبايي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کول وو: فیصل کنډي

کوټه (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي چې د اساسي قانون له مخې والي د صوبايي چارو او امنیتي وضعیت په اړه غونډه رابللی شي او په ګورنر هاوس کې د وروستۍ غونډې موخه یوازې د صوبې د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کول وو. نوموړي بي بي سي اردو ته په ځانګړې مرکه کې وویل چې په غونډه کې د افغان کډوالو په ګډون د صوبې پر مهمو مسئلو معلومات واخیستل شول او له وفاق څخه د ممکنې مرستې په اړه هم خبرې وشوې، خو هېڅ چارواکي ته د تبادلې، مقرریو یا مالي چارو په اړه لارښوونه نه ده شوې. فیصل کنډي پر صوبايي حکومت نیوکه وکړه او ویې ویل چې پر خیبر پښتونخوا نالایقه حکومت مسلط دی او د ځینو مهمو مسئلو په اړه جدي چلند نه کوي. د ګورنر راج یا بېړني حالت د پلي کېدو په اړه یې وویل چې د اساسي قانون په ۲۳۲ او ۲۳۴ مادو کې یې قانوني زمینه شته او که ولسمشر، وزیراعظم او اړوند ادارې د صوبې د ساتنې لپاره دا اقدام اړین وبولي، نو د اساسي قانون له مخې یې عملي کولی شي. نوموړي وویل که سیاسي ګوندونه دغه اساسي قانوني مادې ناسمې ګڼي، نو د اساسي قانون د تعدیل له لارې یې ختمولی شي.