بېله (وېب نيوز) د لسبېلې د ايس ايس پي نجيب الله پندراني په لارښوونه د بېلې پوليسو د جرمونو پر ضد په کارروائۍ کې د موټرسايکل غلا په قضيه کې مطلوب عبدالغني ونيول شو. پوليس وايي چې د هغه له قبضې څخه غلا شوی هونډا سي جي ۱۲۵ موټرسايکل ترلاسه شوی دی. پوليسو له نيول شوي کس څخه د نورو معلوماتو لپاره پلټنې پيل کړې دي.
