کوټه (ویب نیوز) د پاکستان سمندري ځواکونو بېړۍ «یرموک» د پاکستان له ساحل څخه لرې په عربي سمندر کې د نشه يي توکو پر وړاندې د دوو عملیاتو پر مهال دوه «دهاو» کښتۍ ودرولې او د هغوی له پټو خونو څخه یې شاوخوا ۸۵۰ کیلوګرامه آئس او دوه زره کیلوګرامه چرس ترلاسه کړل، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا ۹۶ میلیونه امریکايي ډالره ښودل شوی دی. د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی ایس پي آر) له مخې، نیول شوي نشه يي توکي به د نورو قانوني اقداماتو او له منځه وړلو لپاره اړوندو چارواکو ته وسپارل شي. وزیراعظم د پاکستان سمندري ځواکونو د دغو بریالیو عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات د سیمهییزې سمندري امنیت د ساتنې او د سمندر له لارې د ناقانونه سوداګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان د ژمنتیا څرګندونه کوي. سمندري ځواکونه وايي چې د سمندر له لارې د نشه يي توکو او ناقانونه قاچاق پر وړاندې به خپلې څارنې او عملیات دوام ورکړي.
