تازه خبرونه ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

په علمدار روډ او هزاره ټاون کې د ګاز لوډشيډنګ ستونزې زياتې کړې، ايچ ډي پي

کوټه (وېب نيوز) هزاره ډيموکراتيک ګوند په کوټه ښار او شاوخوا سيمو کې د ګاز د فشار د کمښت او لوډشيډنګ پر وضعيت اندېښنه څرګنده کړې ده. د ګوند په بيان کې ويل شوي چې علمدار روډ، نچاري، طوغي روډ، سيدآباد، پير محمد روډ، مري آباد، هزاره ټاون او نورو سيمو کې خلک د کم فشار او د ورځې څو ځله د ګاز بندېدو له ستونزې سره مخ دي. ايچ ډي پي خبرداری ورکړی چې د ژمي په موسم کې وضعيت نور هم خرابېدای شي او له حکومت څخه يې د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې ده.