چاغي (وېب نيوز) د چاغي ولسوالۍ د پوستې موکنټوک، زرد کوه په سيمه کې د يو بند ماین شرکت د کارکوونکو لپاره پر جوړو شويو استوګنيزو خونو د نامعلوم ډرون د مبينې بريد له امله څو خونې په بشپړه توګه ويجاړې شوې او د شرکت قېمتي سامانونو ته هم زيان اوښتی دی. د ماین مالک ملک سميع الله نوتېزيي وويل چې چاودنه ډېره زوروره وه او په خونو کې موجود سامانونه لرې لرې غورځېدلي دي. نوموړي وويل چې په سيمه کې د خراب امنيت له امله شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې ماین تړل شوی و، خو سامانونه يې لا هم په سيمه کې موجود وو. هغه له اړوندو لوړپوړو چارواکو وغوښتل چې د پېښې شفافه پلټنه وکړي او حقيقتونه څرګند کړي. بلخوا د چاغي ايس پي ويلي چې پوليسو ته هم د مبينې ډرون بريد په اړه معلومات رسېدلي، خو پلټنې روانې دي او د تحقيقاتو له بشپړېدو وروسته به حقيقتونه څرګند شي.
