کوټه (وېب نيوز) د کوټې په سټي ناله او شاوخوا سيمو کې پوليسو او د ټولنيزې هوساينې ادارې په ګډه کارروائۍ کې له ۱۵۰ څخه زيات نشه يي توکو ته روږدي کسان او د نشه يي توکو د خرڅوونکو په ګډون يو شمېر کسان نيولي دي. د سټي ايس پي آصف غفور په وينا، نيول شوي روږدي کسان د حکومت د بيا رغونې مرکزونو ته لېږدول شوي دي. د ټولنيزې هوساينې ادارې مشر حنيف رند وويل چې د نشه يي توکو پر ضد عمليات به د ټول کال په اوږدو کې روان وي.
