مقامی ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

پيپلز ګوند د ولسي خدمت پر اجنډا روانه ده، سردار عبیدالله ګورګیج

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان صوبايي اسمبلۍ غړي او د پيپلز ګوند مشر سردار عبیدالله ګورګیج ویلي چې پيپلز ګوند د ولسي خدمت پر اجنډا روان دی او د ولس د هوساینې، د بلوچستان د پرمختګ او د بنسټیزو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کېږي. له بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ بلوچستان د پرمختګ پر لور روان دی، د بېروزګارۍ ختمول، ځوانانو ته د روزګار زمینه برابرول، تعلیم، روغتیا، بنسټیزې اسانتیاوې او د زیربناوو پراختیا د حکومت په لومړیتوبونو کې دي. هغه وویل چې د بلوچستان ټولو سیمو ته د برابر پرمختګ فرصتونو برابرولو لپاره عملي تګلاره غوره شوې او د ولس په همکارۍ صوبه د پرمختګ، سوکالۍ او تلپاتې سولې پر لور بیول کېدای شي.