کوټه (ویب نیوز) حکومت د اکتوبر پر ۸مه د پټرولیم محصولاتو په بیو کې بدلون راوستی، چې له مخې یې د پټرول بیه په هر لیټر یو روپۍ او ۸۲ پېسې لوړه شوې، خو د ډیزلو بیه ۹۱ پېسې راکمه شوې ده. د نوټیفیکیشن له مخې د پټرول نوې بیه په هر لیټر ۳۹۶ روپۍ او ۶۵ پېسې، په داسې حال کې چې د ډیزلو بیه ۳۹۴ روپۍ او ۹۴ پېسې ټاکل شوې ده. د پټرولیم ډویژن په وینا اوګرا د پټرولیم محصولاتو د ایکس ډیپو بیو کې بدلون کړی دی.
