کوټه (ویب نیوز) د ټرمپ ادارې د مایکروسافټ، اډوب، ټاټا کنسلټنسي سروسز، ویپرو، اېچ سي اېل ټکنالوژیز، انفوسس، کوګنیزنټ او کېپ جیمیني په ګډون د ګڼو سترو ټکنالوژۍ شرکتونو اړوند د دایمي کارګر تصدیق نوې غوښتنلیکونه درولي دي. امریکايي چارواکي وایي، د تحقیقاتو پر مهال د ځینو احتمالي سرغړونو شواهد موندل شوي، چې په کې د ځینو شرکتونو له خوا د امریکايي کارکوونکو له دندو ګوښه کولو ترڅنګ د بهرنیو کارکوونکو لپاره د دایمي استوګنې غوښتنلیکونه هم شامل دي. د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ویلي چې مایکروسافټ او نور امریکايي شرکتونه باید امریکايي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړي. د امریکا ادارې د هارورډ، ییل او سټینفورډ په ګډون د نهو مشهورو پوهنتونونو په اړه هم د ایکسچېنج ویزې پروګرام د احتمالي ناسم استعمال د تحقیقاتو اعلان کړی دی. چارواکي وایي، د دغو اقداماتو موخه د ماهرو بهرنیو کارکوونکو اړوند د کډوالۍ په پروګرامونو کې د احتمالي درغلیو مخنیوی او د امریکايي کارکوونکو د ګټو ساتنه ده.
