کوټه (ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشر جنید اکبر ویلي چې له سیاسي مشرانو سره دې مخامخ خبرې وشي، که ثابته شوه چې موږ غلط یو، بښنه به وغواړو او ستاسو ترڅنګ به ودرېږو. نوموړي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل چې د زور او ټوپک په وسیله نه خبرې کوو او نه به څوک موږ خبرو ته اړ کړي، خو د ترهګرۍ د مسئلې د حل لپاره د خبرو دروازې پرانیستې دي. جنید اکبر وویل چې د مولانا فضل الرحمان، سراج الحق، ایمل ولي خان، شیرپاؤ او نورو سیاسي مشرانو سره دې خبرې وشي او که له تحریک انصاف سره ستونزه وي، نو د صوبې له نورو سیاسي مشرانو سره دې مشوره وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ترهګرو پر وړاندې عملیات باید د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ وي او د خیبر پښتونخوا د خلکو نظر هم باید واورېدل شي. هغه د صوبې د حکومت په اړه د بیړني حالت د احتمالي اعلان خبرې هم جدي ونه ګڼلې او ویې ویل چې تحریک انصاف به د خپل رایې او حکومت د ساتنې لپاره سیاسي مبارزه روانه ساتي.
