کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان میډیا فورم د ښځینه څانګې لپاره صدف غوري د مشرې، فایزې صدیقي د عمومي منشي او نرګس نهان د اطلاعاتو د منشي په توګه ټاکل شوې دي. نوو ټاکل شویو مشرانو ویلي چې د ښځینه ژورنالستانو، شاعرانو، لیکوالانو او کالم لیکونکو د ستونزو د حل، د ژورنالېستانو د حقونو، خوندیتوب او مسلکي فرصتونو لپاره به اغېزمن غږ پورته کوي او د مطبوعاتو د آزادۍ او د چاپي رسنیو د بقا په مبارزه کې به خپل رول ادا کوي.
