تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

د دولتي ښوونځیو خراب وضعیت او د خصوصي ادارو لوړې فیسونه د اندېښنې وړ دي، افغان قومي غورځنګ

کوټه (ویب نیوز) افغان قومي غورځنګ په بلوچستان کې د دولتي ښوونځیو پر خراب وضعیت او د خصوصي ښوونځیو د فیسونو پر ادعا شوي لوړوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. غورځنګ ویلي چې د بې وزلو ماشومانو لپاره د معیاري تعلیم ترلاسه کول ورځ تر بلې ستونزمن کېږي. دوی له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دولتي ښوونځیو کې اساسي اسانتیاوې برابرې، د ښوونکو حاضري یقیني او په قلعه عبدالله او نورو وروسته پاتې ضلعو کې د لوړو زده کړو ادارې جوړې کړي.