کوټه (ویب نیوز) د وزیراعظم شهباز شریف او د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر عبداللطیف بن راشد الزیاني ترمنځ په اسلام اباد کې لیدنه وشوه، چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییزو او نړیوالو حالاتو او د ګډو ګټو په اړه خبرې وشوې. وزیراعظم د پاکستان او بحرین پخوانۍ او ورورولۍ اړیکې وستایلې او ویې ویل چې د دواړو هېوادونو اړیکې پر ګډو ارزښتونو، متقابل باور او ولسي اړیکو ولاړې دي او په دوه اړخیزو اړیکو کې مثبت پرمختګ د خوښۍ وړ دی. د بحرین د بهرنیو چارو وزیر د بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا لپاره د خپل هېواد هوډ څرګند کړ او په سیمه کې د سولې د ودې او د منځګړیتوب په هڅو کې یې د پاکستان رغنده رول وستایه.
