کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي ویلي چې د ځوانانو او دولت ترمنځ موجود واټن به د تعلیم، مسلکي مهارتونو، روزګار، وړتیا او معنا لرونکي خبرو اترو له لارې کم شي. نوموړي وویل چې حکومت ځوانانو ته د غیرقانوني فعالیتونو پر ځای په قانوني اقتصاد کې د شاملېدو لپاره روزنه، بې سود پورونه، سوداګریزه مرسته او لارښوونه برابروي. وزیراعلیٰ وویل چې دغه پروګرام به له سرحدي ضلعو څخه ټول بلوچستان ته وغځول شي او د ښځو اقتصادي پیاوړتیا به هم د حکومت له لومړیتوبونو څخه وي.
