تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د ناامنۍ پر ضد د جمعیت علما اسلام د کوټې احتجاجي لاریون نن کېږي

کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام ضلع کوټې مشرانو ویلي چې په بلوچستان کې د ناامنۍ، بې قانونۍ او زیاتېدونکو جرمونو پر ضد به نن ستر احتجاجي لاریون ترسره شي. مشرانو له خلکو، سوداګرو او د جمعیت طلبه اسلام له غړو څخه د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده. هغوی د حافظ احسان الله شهادت یوه دردونکې پېښه بللې او غوښتنه یې کړې چې قاتلان دې ونیول شي او خلکو ته دې انصاف ورکړل شي.