چمن (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع چمن په ښار کې د ناامنۍ، غلاوو او بې قانونۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د جمعیت طلبه اسلام د مرستیال مشر حافظ احسان الله پر شهادت یې خواشیني څرګنده کړې ده. ګوند له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې په پېښه کې ککړ کسان ژر ونیسي او په چمن کې د امن د ټینګښت لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.
