کوټه (ویب نیوز) د کوټې پرېس کلب او بلوچستان یونین آف جرنلسټس په ګډه د مرحومو مشرانو خبریالانو سید خلیل الرحمن، سید عابد بخاري، حبیب الرحمن، عبدالستار کاکړ او زبیر ابابکي په یاد تعزیتي غونډه جوړه کړه. ویناوالو د مرحومو خبریالانو ژورنالېستیکي خدمتونه وستایل او ویې ویل چې د هغوی په مړینه کې د بلوچستان په صحافت کې تشه رامنځته شوې ده. ویناوالو پر ځوانو خبریالانو غږ وکړ چې د هغوی اصول او مسلکي ارزښتونه ژوندي وساتي. په پای کې د مرحومینو لپاره د مغفرت دعا وشوه.
