تازه خبرونه ۸ اکتوبر ۲۰۲۶

په کوټه کې د ناامنۍ پر ضد د جمعیت علما اسلام نن د سولې لاریون

کوټه (ویب نیوز) جمعیت علما اسلام ضلع کوټې په ښار کې د ناامنۍ او زیاتېدونکو جرمونو پر ضد د جمعې په ورځ له لمانځه وروسته د سولې د لاریون اعلان کړی دی. د ضلعې مشر مولانا عبدالرحمن رفیق ویلي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د دولت اساسي دنده ده او حکومت باید د جرمونو د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي. جماعت له خلکو، سوداګرو او خپلو کارکوونکو څخه په لاریون کې د پراخ ګډون غوښتنه کړې ده.