د پښتون وطن پر اسمانونو اوس ژورې، تورې او توپاني وريځې خپرې دي. ناامني، اقتصادي ستونزې، بې روزګاري او د امنیت خراب وضعیت د خلکو عادي ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی. په ځانګړې توګه په جنوبي پښتونخوا کې حالات تر هغه ځایه رسېدلي چې د ورځې په رڼا کې سفر هم له وېرې او اندېښنې خالي نه دی او ماښام چې شي، سفر کول داسې ښکاري لکه انسان چې خپل سر په لاس کې نیولی وي. خو په همدې تورو حالاتو کې د هیلې یوه ډیوه هم بل شوې ده. د سیمې باعزته پښتانه مشران له کلونو راهیسې د قبایلي اختلافونو، وینو تویېدونکو شخړو او خپلمنځي ناخوالو د پای ته رسولو لپاره هڅې کوي. دا یوازې د څو جرګو جوړېدل نه دي، بلکې په داسې ټولنه کې د سولې د بنسټ ایښودلو هڅه ده چې د اوږدې وینې تویېدنې له امله یې نسلونه زیانمن شوي دي. که دغه هڅې له شخصي، قبایلي او سیاسي ګټو پورته، په یوه منظم او پراخ د سولې تحریک بدلې شي، نو همدا به په دې غټه تیاره کې د سباوون لومړۍ رښتینې رڼا وي.دغه حالت ماته د ۱۹۹۲-۹۳م کلونو هغه له ستونزو ډک وخت راپه یادوي، کله چې ما د خیبر او مومندو ایجنسیو ته پټ او له ډېر احتیاط سره سفرونه کول. په هغه وخت کې د ایف سي آر د سختو محدودیتونو له امله ښکاره سیاسي فعالیتونه اسانه نه وو او هر ګام باید په ډېر احتیاط اخیستل شوی وای. هماغو ورځو کې، کله چې زه په ساینس سپیریئر کالج کې وم، د قومپال او وطنپال مشر مرحوم لطیف لالا د دوو ورېرونو د شهادت زړه بوږنوونکې خبر راورسېد. په بډه بېره کې د فاتحې له مراسمو وروسته چې د دغه غمجنې پېښې په اړه خبرې وشوې، مرحوم لطیف لالا په بې سارې حوصلې وویل چې دی د ټولو ممکنه واکونو او صلاحیتونو په لرلو سره په ګلستان کې د یوې سترې سولې جرګې د جوړولو لپاره تیاری نیوه چې دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوه. له دې وروسته په ګلستان کې بلېدونکې قبایلي جګړې د نه شمېرل کېدونکو ښکلو، بااستعداده او ارزښتمنو انسانانو ژوند واخیست. وروسته مرحوم حاجي جیلاني خان اڅکزي هم د سولې او پخلاینې دغه مبارزه روانه وساتله او بالاخره یې په همدې لاره کې خپل ژوند قربان کړ. تاریخ موږ ته دا درس راکوي چې که شخړې پر وخت ونه درول شي، د یوه لوري غم په ډېرې اسانۍ د ټولې ټولنې په ستره غمیزه بدلېږي. نن په قلعه عبدالله کې پیل شوې جرګې موږ ته دا فرصت راکوي چې دغه تاریخ بیا تکرار نه کړو، بلکې د هغه لوری بدل کړو.اوس وخت رارسېدلی چې قبایلي جرګې یوازې د موقتي روغه جوړې تر کچې محدودې نه شي، بلکې په یوه دایمي، باصلاحیته او بې پرې د سولې بهیر بدلې شي. د ټولو لویو قومونو مشران، سیاسي او مذهبي مشران، ځوانان، علما او مدني ټولنه دې په ګډه د سولې شوراګانې جوړې کړي؛ د هرې روانې شخړې د ښکېلو خواوو، لاملونو او غوښتنو منظم ریکارډ دې جوړ شي؛ د جرګې د پرېکړو د عملي کېدو لپاره دې روښانه او اغېزمن نظام رامنځته شي او د پرېکړې د سرغړونې په صورت کې دې د مسؤلیت مشخصه لاره موجوده وي. حکومت باید دغو جرګو ته امنیت، قانوني مرسته او اداري ملاتړ برابر کړي. تر ټولو مهمه دا چې هر قوم او هره قبایلي ټولنه دې دا څرګنده ژمنه وکړي چې د ځمکې، وینې او عزت شخړې به په ټوپک نه، بلکې د جرګې او قانون له لارې حل کېږي. قبایلي مشران باید شخصي او ډله ییز غرور او انا د سولې د پراخې ګټې لپاره قربان کړي، او دولت هم باید یوازې پر امنیتي عملیاتو تکیه ونه کړي، بلکې د عدالت، روزګار، تعلیم، روغتیا او بنسټیزو اسانتیاوو له لارې د سولې ریښې پیاوړې کړي. که له قلعه عبدالله څخه پیل شوی دا بهیر د ټول پښتون وطن تر کچې وغځېږي او جرګه، قانون او دولت د یو بل مرستندویان وګرځي، نو راتلونکي نسلونه به ښايي زموږ د نن ورځې زمانه یوازې د وینې تویېدنې د دور په توګه نه، بلکې د سولې د یوه نوي پړاو د پیل په توګه یادوي.
