چمن ( سید سردار محمد خوندئی ) –
د چمن په نږدې سیمه محمود آباد کښې د مدرسې شیخ الحدیث مولانا شراف الدین سره نزدې د ډزو په یوه خواشینوونکې پیښه کښې د جمعیت طلباء اسلام (جے ټي آئي) صوبائي مشر احسان الله شهید شو.
د پیښې خبر ترلاسه کیدو سره سم د جمعیت علماء اسلام صوبائي او ضلعې مشران په ګډون په سلګونو کارکنان چمن سول هسپتال ته ورسیدل. په دې موقع د عوامي نیشنل پارټۍ او پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ مشران او کارکنان هم هسپتال ته ورسیدل.
په هسپتال کښې تر مشورې وروسته یو احتجاجي مظاهره وشوه. دا مظاهره د چمن سول هسپتال څخه د شهید جسد سره د ایمبولینس سره یو ځای د ډپټي کمشنر کمپلیکس مخې ته په پرلت بدله شوه.
په پرلت کښې د جمعیت علماء اسلام او جمعیت طلباء اسلام په سلګونو کارکنانو د درس حدیث د طالب علم او د جے ټي آئي صوبائي مشر احسان الله په ورځ په رڼا کښې په المناکه شهادت سخت نعرې ووهلې او په چمن کښې یې د امن و امان په خرابه صورتحال ژوره اندیښنه او خواشیني څرګنده کړه.
پرلت ته د جمعیت علماء اسلام ضلعې امیر مولانا عبدالمنان، شیخ الحدیث مولانا شراف الدین، مفتي محمد قاسم، مولانا شمس الله، د اے این پي ضلعې صدر عبدالخالق حقمل، د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ اعظم خان اچکزئی، د جے یو آئي صوبائي سیکرټري مالیات حاجي غوث الله، مولانا حافظ ګل او نورو ویناوالو وینا وکړه.
ویناوالو وویل چې په چمن کښې د غلو راج دی او انتظامیه د ولس د ځان او مال په ساتنه کښې په بشپړه توګه ناکامه شوې ده. هغوئ وویل چې شهید احسان الله له کوره مدرسې ته روان وو چې په لاره کښې د غلو د ډزو ښکار شو.
ویناوالو په اوسنۍ حکومت سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې د ولس په ساتنه کښې هیڅ دلچسپي نه لري. هغوئ له چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د دې المناکې پیښې دې سمدستي پلټنه وکړي او مجرمان دې ونیسي، ګني سخت احتجاج به وشي. هغوئ څرګنده کړه چې جمعیت علماء اسلام به ولس د غلو، لار وهونکو او ټولنه ضد عناصرو په رحم و کرم نه پریږدي.
