کوټه (ویب نیوز) د خیبر پښتونخوا د قانون صوبایي وزیر آفتاب عالم ویلي، د صوبایي حکومت پر ضد د یوې ناوړه دسیسې له مخې بیانیه جوړېږي، حال دا چې په تېر وخت کې د بیړني حالت او ګورنر راج تجربې شوې او پایلې یې ډېرې ناوړه وې. نوموړي د جیو نیوز په «نیا پاکستان» خپرونه کې وویل، فدرالي وزیران د بیړني حالت د پلي کېدو لپاره بېلابېل دلایل وړاندې کوي، خو خیبر پښتونخوا پخپله هم له ترهګرۍ سره په جګړه کې ښکېل دی او د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. د آفتاب عالم په وینا، تحریک انصاف د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو مخالفت نه دی کړی، خو د ترهګرۍ پر وړاندې عملي اقدامات د فدرالي حکومت مسؤلیت دی. هغه پر فدرالي حکومت د جدي نهوالي تور هم پورې کړ او ویې ویل، د ترهګرۍ له امله د زیانمنو شویو خلکو، شهیدو کارکوونکو او تښتول شویو کسانو ستونزې باید له پامه ونه غورځول شي.
