تازه خبرونه ۹ اکتوبر ۲۰۲۶

د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر د کړنو له امله د بېړني حالت فضا رامنځته شوې، بلاول بوټو زرداري

کراچۍ (ویب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي چې دوی په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت یا د ګورنر د واکمنۍ غوښتونکي نه دي، خو د اعلی وزیر سهیل افریدي د کړنو له امله داسې وضعیت رامنځته کېږي چې ښايي بېړنی حالت اعلان شي. بلاول بوټو په کراچۍ کې د بلدیې ټاون د سپورټس کمپلکس د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د ګورنر واکمني یو اساسي او قانوني انتخاب دی، خو باید د وروستي انتخاب په توګه وکارول شي. د هغه په وینا، د سیاسي ستونزو حل خبرې اترې دي او د مولانا فضل الرحمان د منځګړیتوب هڅو ته هرکلی وايي. نوموړي پر تحریک انصاف غږ وکړ چې له سختدریځې سیاست څخه لاس واخلي او د ټاکنیزو اصلاحاتو په کمېټه کې ګډون وکړي. بلاول وویل، دا چې یو څوک نن په زندان کې دی، دا معنا نه لري چې سبا به هم په زندان کې وي، خو که تحریک انصاف خپل سختدریځ سیاست ته دوام ورکړي، د دغه ګوند بنسټګر ښايي د اوږدې مودې بند له خطر سره مخ شي. هغه زیاته کړه چې پیپلز ګوند په کراچۍ کې د ځوانانو لپاره د مثبتو فعالیتونو او د ښار د پرمختګ د پروژو ملاتړ کوي.