مستونګ (ویب نیوز) د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د کاریز امان الله او ژلي هدیرې ته څېرمه په چاودنو کې دوه رابطوي پلونه ویجاړ شوي، چې له امله یې د ټرافیکو تګ راتګ اغېزمن شوی دی. د پېښې له امله پر دې لاره سفر کوونکي له ستونزو سره مخ شوي دي. د پلونو د ویجاړېدو او د ټرافیکو د وضعیت په اړه د نورو معلوماتو انتظار کېږي.
