کوټه (ویب نیوز) د سریلانکا د کرکټ لوبډلې کپتان کوشل مېنډس ویلي، د پاکستان تېز توپ اچوونکي تکړه دي او د هغوی پر وړاندې لوبه کول یوه ننګونه ده. نوموړي په راولپنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، د سریلانکا د شل اوریزو لوبو لوبډله له ځوانو لوبغاړو جوړه ده او پر خپلو لوبغاړو بشپړ باور لري. د هغه په وینا، د راولپنډۍ لوبغالي پچ د بېټنګ لپاره مناسب ښکاري او په لومړني پلان کې له درېیو تېزو توپ اچوونکو سره لوبې ته د وتلو امکان شته. د بابر اعظم د ستاینې پر مهال کوشل مېنډس وویل، بابر اعظم په ټولو فارمټونو کې له غوره لوبغاړو څخه دی او دی ورسره د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې هم لوبېدلی دی.
