کوټه (ویب نیوز) د سرچینو په وینا، فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل افریدي پر وړاندې د اقدام لپاره تګلاره چمتو کړې او داسې راپورونه هم شته چې په ټول هېواد کې د تحریک انصاف د مرکزي مشرانو د نیولو یا نظر بندولو تیاری روان دی. د راپور له مخې، لومړی وزیر شهباز شریف به له خپلو ملګرو سره پر دې تګلارې مشوره وکړي او تر هغې وروسته د مهمو پرېکړو تمه کېږي. سرچینې وايي، که په خیبر پښتونخوا کې د ګورنر واکمني یا بېړنی حالت نافذ شي، سخت اقدامات کېدای شي. همداراز د پولیسو او ملکي ادارو د فعالولو او په لاریونونو کې د ګډون کوونکو پر وړاندې د قانوني اقداماتو احتمال هم شته. بل لور ته، لومړي وزیر شهباز شریف د جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. مولانا فضل الرحمان سپارښتنه کړې چې په خیبر پښتونخوا کې دې د ګورنر له واکمنۍ او بېړني حالت څخه ډډه وشي او سیاسي خبرو اترو ته دې یو بل فرصت ورکړل شي. لومړي وزیر ویلي چې حکومت لا هم د خبرو له لارې د ستونزو د حل پلوی دی، خو پر اسلاماباد برید یا یرغل نه شي منلی. د یادونې وړ ده چې د نیونو، نظر بندۍ او ګورنر واکمنۍ په اړه دغه معلومات تر اوسه د سرچینو له خوا خپاره شوي او رسمي تایید یې نه دی وړاندې شوی.
