کوټه (ویب نیوز) د کوټې ـ چمن پر لویې لارې د جنګل پیر عليزي په سیمه کې د وسلهوالو کسانو په ډزو کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د وژل شویو کسانو پېژندنه د عزت الله او حضرت نور په نومونو شوې، په داسې حال کې چې ټپي کس حسن کاکړ نومېږي. د پېښې له خبر ترلاسه کولو وروسته پولیس سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. د یادونې وړ ده چې په جنګل پیر عليزي کې د تېرې یوې اوونۍ په ترڅ کې د ډزو په بېلابېلو پېښو کې څلور کسان وژل شوي، چې له امله یې د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
