کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران موضوع به ژر په یوه یا بله بڼه پای ته ورسېږي او تمه ده چې د هرمز تنګی به هم ژر پرانیستل شي. ټرمپ د کولمبس ورځې په یوه مراسمو کې د وینا پر مهال ادعا کړې چې امریکا د ایران اغېزمنه کلابندي کړې او هېڅ بېړۍ د امریکا له اجازې پرته له دغه تنګي نه شي تېرېدای. د هغه په وینا، د جګړې له پیل وروسته په تېره ورځ د هرمز له تنګي څخه تر ټولو ډېره اندازه تېل تېر شوي چې شمېر یې ۲۸ میلیونه بېرله و. ټرمپ ویلي چې امریکا ایران د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړی او ایران ته به په هېڅ صورت د اټومي وسلو د لرلو اجازه ور نه کړل شي. نوموړي زیاته کړې چې د ډیزلو په اړه به هم یو مهم اعلان وکړي.
