کوټه (ویب نیوز) په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت له امله د صوبايي ټرانسپورټ ادارې د مسافر وړونکو بسونو او د ښارونو ترمنځ د تګ راتګ د عامه ترانسپورټ د مالکانو لپاره امنیتي لارښوونې نورې هم سختې کړې دي. د نويو لارښوونو له مخې، د هرې ورځې د مسافرو نومونه، د پلار نومونه، د پېژندپاڼې شمېرې، دایمي پتې او د موبایل شمېرې باید په بشپړ ډول ثبت او لږ تر لږه د لسو ورځو لپاره وساتل شي. همداراز، په ټولو مسافر وړونکو بسونو کې د معیاري او فعالو امنیتي کمرېرو لګول لازمي ګرځول شوي دي. لارښوونه شوې چې له پېژندپاڼې پرته هېچا ته د سفر اجازه ور نه کړل شي، د هر ډول مشکوک فعالیت په صورت کې سمدستي اړوندو چارواکو ته خبر ورکړل شي او ناقانونه کډوالو ته د سفر اسانتیاوې برابرې نه شي. د چارواکو په وینا، د دغو لارښوونو د سرغړونې په صورت کې جریمه، د موټر د فعالیت ځنډول، د جواز لغوه کول یا نورې قانوني کړنې ترسره کېدای شي.
