خضدار (وېب نیوز) د چککو په سیمه کې د بس او یوه موټر ترمنځ په خونړۍ پېښه کې څلور کسان وژل شوي دي. د سیمهییزې ادارې په وینا، د تېز رفتار کوچ له ټکر وروسته په موټر کې سپاره د باغبانې اوسېدونکي محمد اسلم نوتاني، بلال احمد نوتاني، عبدالغني نوتاني او عبدالوحید موسیاني په ځای کې ساه ورکړې ده. د ادارې مسؤلینو مړي روغتون ته لېږدولي، اړینې قانوني چارې یې بشپړې کړې او وروسته یې د مړو کورنیو ته سپارلي دي. د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
