تازه خبرونه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶

د افغان فوټبال کلب چمن بریا د ځوانانو لپاره د لارې مشال دی، صدیق مدني

کوټه (وېب نیوز) د شمشاد رایټرز فورم پاکستان مرکزي مشر او د پاکستان د ځوانانو د پارلمان غړي حافظ محمد صدیق مدني او نورو مشرانو د فوټبال په پایلوبه کې د افغان فوټبال کلب چمن پر بریا مبارکي ویلې ده. دوی ویلي چې دا بریا د لوبغاړو د پرله‌پسې هڅو، نظم، یووالي او له لوبې سره د مینې څرګندونه کوي. د مشرانو په وینا، چمن تل د فوټبال په ډګر کې تکړه لوبغاړي وړاندې کړي او دا بریا به د سیمې ځوانان وهڅوي چې په لوبو کې پرمختګ وکړي. دوی افغان فوټبال کلب او مسلم فوټبال کلب چمن ته د نورو بریاوو هیله هم څرګنده کړې ده.