کوټه (وېب نیوز) د نېشنل ګوند د کوټې ضلعي مشر حاجي عطا محمد بنګلزۍ په مشرۍ د کلي جیو په سیمه کې د اوو یونین کونسلونو د مسؤلینو مشورتي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د پي بي ۴۴ حلقې، سریاب او شاوخوا سیمو کې د څښاک د پاکو اوبو کمښت، د فاضلابو او صفایۍ خراب وضعیت، په دولتي روغتونونو کې د درملو او ډاکټرانو نشتون، د ښوونځیو خراب حالت، د نشهيي توکو زیاتوالی او د امن و امان وضعیت د اندېښنې وړ وبلل شول. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې ګوند به په بنسټیزه کچه منظموي او د غړیتوب کمپاین به پیلوي. مشرانو اعلان کړی چې د سیمې د پرمختیايي او ولسي ستونزو په اړه به ژر یوه مستنده سپینپاڼه خپره کړي او د راتلونکو ځايي ټاکنو لپاره به چمتووالی نیسي.
